IQNA

 په کربلا کې د حسینی اربعین د زیارتوالو په لاس لیکل شوی ترټولو اوږد قرآن منظره(انځورونه)

10:38 - September 12, 2023
د خبر لمبر: 3487944
 ایکنا-(کربلا) حسینی مقدس آستان د علمی شخصیّتونو اوروحاني څيرو او  د اربعین د زیارتوالو په شتون سره په لاس د قرآن د لیکلو پروګرام  اجرا کړ.

ایکنا دحسینی مقدس آستان  داطلاع رسونې د سایټ له قوله راپور راکوي،د حسینی اربعین په دستورو کې دګډون کونکو زیارتوالو په لاس د قرآن کریم د خوشنویسۍ دعمل نوښت،په حسینی آستان کې د قران دتبلیغ دنړیوال مرکز په وسیله ترسره شو.

 دغه پلان د هغه علمیه حوزې د تبلیغي پروژې یوه برخه  وه چې په پراخ ډول  ورته پام شوی او د مختلفو هیوادونو ډيرو روحانیونو،عالمانو او زیارتوالو پکې ګډون وکړ.

ددغه مرکز مسئول منتظر المنصور دحسیني آستان  له ویبسایټ سره په خبرو کې ووئيل،سږکال داربعین زیارت د ځينوډيرو مهمو پيښوشاهد ؤ چې په هغو کې د مونږ دمرکز په نوښت او د هغه تبلیغي پلان څخه  په ملاتړ سره چې  د زیارتوالو په وسیله د قرآن کریم دلیکلو لپاره په نجف اشرف کې د علمیه حوزې په وسیله  په نظر کې نیول شوی ؤ اشاره کیدلی شي.

 هغه روښانه کړې ده ،دغه نوښت د ؛له قرآن سره ژمنتیا ؛ په شعار سره ترسره شو چې  دخداي دآسماني کتاب د سپکاویو لپاره د هڅو یو ځواب ؤ.

المنصوري ووئيل دغه نوښت د حسینی اربعین د زیارت په شپو ورځو کې د ښځو اوسړیو پشمول دنړۍ د مختلفو هیوادونو  دزیارتوالو او همداراز د نجف اشرف د علمیه حوزې د تبلیغي پروژې د مدیریّت له خوا دډير په زړه پورې تعامل شاهد ؤ چې  دعملیه حوزې عالمانو او استاذانو ئې په ترسره کولو کې  غوره رول و لوبولی دی.

 هغه  ددغه قرآڼ د مشخصاتو په باب ووئيل،دغه  قرآن  په بشپړ ډول  په یوې درې سوه میټري مخملی ټوکر باندې  پلان شوی دی او ترټولو اوږد قرآن حسابیږي.

نگارش طولانی‌ترین قرآن توسط عتبه حسینی + عکس

نگارش طولانی‌ترین قرآن توسط عتبه حسینی + عکس

نگارش طولانی‌ترین قرآن توسط عتبه حسینی + عکس

نگارش طولانی‌ترین قرآن توسط عتبه حسینی + عکس

نگارش طولانی‌ترین قرآن توسط عتبه حسینی + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4168087

captcha